په جوزجان ولایت کې دڅه باندې ۲۵۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل
د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۲۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د جوزجان ولایت د مرکز اړوند د دوه سوه يو (۲۰۱) جريبه ځمکې او د دغه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د شپږ پنځوس (۵۶) جريبه ځمکو دوسيې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.
تخنیکي هیئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې بشپړې شي او د هغو په هکله دې املاکي څېړنې ترسره شي.
همدارنګه، په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.