په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د ثبت کتابونه، رسمي سټې، لوحې، مهرونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شوي چې په ترڅ کې یې ۱۳ دفترونه د غیرقانوني فعالیتونو او یو شمېر سرغړونو له امله وتړل شول.

دغه راز د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د همدې مودې په اوږدو کې ۱۸۰ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه وېشلي او د فعالیت ۹۱ نور جوازونه یې تمدید کړي دي.

په همدې موده کې د معاملاتو لارښوونې ۲۷۱ متصدیانو ته د وساطت د اصولو او د معاملاتو د ترسره کولو د څرنګوالي په برخه کې زده‌کړه‌ییزې برنامې تطبیق شوې او اړینې زده‌کړې ورته وړاندې شوې دي.

دغه راز، په همدې موده کې د ۴۰ تنو هېوادوالو عریضو او شکایتونو ته چې د کورونو د کرایې او د نورو چارو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو، رسیدګي شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۳۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره مل پلاوي د کندهار ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۵۳
Background image

د عدليې وزير د خصوصي روغتونونو له مسؤولينو او ډاکټرانو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي د محرم په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د خصوصي روغتونونو له یو شمېر مسؤولینو او ډاکټرانو سره وکتل او خبرې وکړې.

په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنج شنبې په. . .

BACK TO NEWS