د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
.

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې د لغمان د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د اجرا، وخت او حاضري ته په پابندي کولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام،  له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

دغه راز نوموړي د عدلیې ریاست نورو څانګو ته لارښوونه وکړه چې خپل کاري اجراآت په ټاکل شوي وخت ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د ترمیم‌ځای د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په انګړ کې د نقلیه وسایطو یو باب ورکشاپ او ترمیم‌ځای جوړ کړی چې د جوړېدو کاري چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
دا ورکشاپ د عدلیې وزارت د نقلیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

BACK TO NEWS