له جرم څخه د مخنیوي، د جزايې عدالت د تامین او د قانون د واکمنۍ په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان په څوارلسمې کنګرې کې د عدليې د وزیر ګډون
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت د عدليې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي، د یو دولتي پلاوي په مشرتابه د پایېدونکې پرمختیا د موخو(SDG) د لاسته راوړلو په لاره کې له جرم څخه د مخنیوي، د جزايې عدالت د تامین او د قانون د واکمنۍ په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان په څوارلسمې کنګرې کې د ګډون په منظور د جاپان هېواد ته سفر وکړ. دغه برنامه د مارچ له ۷ مې څخه تر ۹ مې پورې جوړه شوه او ښاغلي معنوي د افغانستان له دولت څخه په استازیتوب پکې وینا وکړه.
د دې کنفرانس د افغانستان د پلاوي په ترکیب کې د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي او سرحدي همکاریو رئیس ښاغلي حسن فیضي، له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي قضايې مرکز اجرايې رئیس ښاغلي روح الله عابد، او د عدليې وزارت د حقوقي ژباړې کارپوه ښاغلي عبدالحکیم لطیفي ګډون کړی وو.
له جرم څخه د مخنیوي په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان کنګره له نولسمې پېړۍ سره سمون کوي چې د دې سازمان، پرېکړه لیک ته په کتو سره هر پنځه کاله وروسته یوځل جوړېږي ترڅو له جرم څخه د مخنیوي، د جزايې عدالت د تامین او د قانون د واکمنۍ په برخه کې د هېوادونو اندیښنو ته رسیدګي وشي. په جرمي برخه کې هغو ننګونو ته په کتو سره چې ننۍ نړۍ هغو سره مخامخ ده د دې کنګرې د جوړولو اړتیا له پخوا څخه زیاته او د هرې ورځې په تېریدو زیاتوالی مومي.
د هېوادونو د لوړ پوړي پلاوي رسمي برنامه د مارچ په ۷ مه د جاپان هېواد د صدراعظم یوشیهیدي سوګا، او د دې هېواد د عدليې وزیر کامیکاوا یوکو له ویناوو سره د کیوتو د بین المللي کنفرانسونو په مرکز(KICC) کې پیل شوه.
د افغانستان د عدليې وزیر فضل احمد معنوي په دې برنامه کې له جرمونو سره د مبارزې او د قانون د واکمنۍ په اړوند وینا وکړه. هغه په خپلو ویناوو کې په دوو وروستیو لسیزو کې له جرمونو څخه د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د لاسته راوړنو سربېره د لا زیاتې مبارزې د اړتیا په ځانګړې ډول په بین المللي جرمونو کې چې افغانستان له هغو څخه اغېزمن شوی دی، ټینګار وکړ او په دې برخه کې د بین المللي هېوادونو همکاري يې وغوښته.
د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۸مه او ۹مه نېټه د افغانستان د عدليې وزیر د دې ناستې په حاشیه کې د مجارستان د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي شیجارتو پيتر او د دې هېواد له سفیر او د سفیر له معاون نوربرت پلانویکس او الینا ګیلیني مارتیز سره په جاپان کې لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو او د همکاریو د پیاوړتیا، په افغانستان کې د سولې د تأمین او د قانون د واکمنۍ او د جګړې د پای ته رسیدو په اړه خبرې او د نظر څرګندونه يې وکړه.
په دې لیدنه کې، د افغانستان د عدليې وزیر د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې د دې هېواد له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د سولې د پروسې د اهمیت په اړه ټینګار وکړ او د بین الافغاني سولې له پروسې څخه د دې هېواد د لازیات ملاتړ، غوښتونکی شو او څرګندونه يې وکړه: څرنګه چې مجارستان له تروریزم سره په مبارزې کې له افغانستان څخه يې ملاتړ کړی دی ایجاب کوي ترڅو د سولې په بهیر کې هم نه یوازې دا چې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي؛ بلکې له نړېوالې ټولنې څخه هم د معنا لرونکې سولې د راوستلو لپاره په استقامت ورکولو او د ذهنیت په رامنځته کولو کې د څو پېړیو د لاسته راوړنو په ساتلو سره، ملاتړ وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د سولې پروسه د جګړې د پروسې په پرتله له ځانګړي ارزښت او اهمیت څخه برخهمنه ده له همدې امله اهم ته دې جدي پاملرنه وشي.
د مجارستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته ژمنه وکړه ترڅو له تروریزم سره د مبارزې په برخه او د سولې په بهیر کې افغانستان سره مرسته وکړي. همدارنګه په بین المللي ټولنه کې د ذهنیت جوړولو لپاره د افغانستان د دوو وروستیو لسیزو د لاسته راوړنو پرساتلو او پاېیدونکې سولې پر تامین ژمنه وکړه.
د افغانستان د عدليې وزیر د لوړ پوړي پلاوي د ناستې په بله حاشیه کې د جاپان هېواد د عدليې له وزیرې مېرمن کامیکاوا یوکو سره هم لیدنه وکړه د دغه هېواد له بلنې او په بیلا بیلو برخو کې له لاس خلاصو همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او دوستانه اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د هېواد د عدليې وزیر د دې همکاریو د پیاوړتیا په ځانګړې ډول د عدالت او د قانون جوړونې په برخه کې ټینګار وکړ او د قانون جوړونې د سیستم د مدرن کولو او له کلاسیک سیستم څخه یو معاصر او مدرن سیستم ته د هغه د بدلولو په برخه کې د افغانستان د عدليې له وزارت سره د دې هېواد د همکاریو، غوښتونکی شو.
د جاپان د هېواد د عدلیې وزیر په دې کرونايې وضعیت کې جاپان ته د افغانستان د پلاوي له تشریف راوړلو او له جرم څخه د مخنیوي او د پايېدونکې پرمختیا د موخو د لاسته راوړلو لپاره ملګروملتونو په برنامه ( د ۲۰۳۰ اجندا) کې له حضور څخه قدرداني وکړه او ټینګار يې وکړه چې مخامخ ناستې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې او د همکاریو په پیاوړتیا کې اغېزمنې وي.
هغې زیاته کړه څرنګه چې جاپان د عدالت محور د یپلوماسۍ (Justice Diplomacy) ته ژمن دی، د قانون جوړونې په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ د نوي باب، رامنځته کولو ته هم لېوال دی او د کرونا د ناوړین له پای ته رسیدو وروسته له افغانستان سره د دې همکارۍ د څرنګوالي په اړه چمتو دی. مېرمن کامیکاوا یوکو زیاته کړه چې دغه هېواد له جرم څخه د مخنیوي او د جزايې عدالت په چارو کې د آسیا او شرق دور لپاره د ملګرو ملتونو انستیتیوت (UNAFEI) له لارې د عدلي قضايې په برخو کې د ۴۰ افغانانو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړې او د افغانستان د عدليې وزارت د کارکوونکو لپاره د دغې برنامې پر دوام ټینګار وکړ.
هغې د افغانستان د عدلیې له وزیر څخه وغوښتل تر څو په جاپان کې مېشت د افغانستان د سفارت له لارې د قانون جوړونې د سیستم د مدرن کولو په برخه کې د همکارۍ لپاره یوه مشخصه طرحه شریکه کړي. چې نومورې طرحې ته په کتو سره به د جاپان د عدليې وزارت د قانون جوړونې په برخه کې همکاري وکړي.
په همدې توګه، د افغانستان د عدليې وزیر په جاپان کې مېشت د قطر هېواد له سفیر ښاغلي الاعماد حسن سره لیدنه وکړه او د افغانستان د سولې او ټینګښت په بهیر کې د قطر هېواد له همکاریو او کوربه توب څخه مننه وکړه او دواړو لورو په دې ناسته کې د همکاریو د پیاوړتیا، په افغانستان کې د دایمي سولې د تامین او د نورو روانو موضوعاتو په اړه بحث او د نظر څرګندونه يې وکړل او په افغانستان کې د امنیت د تامین او د سولې د راتلو د امیدوارۍ څرګندونه يې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان پلاوي، جاپان هېواد ته د سفر د مخه سربیره پر چین په ۷۷ ډلې (په اقتصادي برخه او نورو اړوندو برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره د پرمختیا په حال کې د هېوادونو د ډلې) پرلیکه برنامه کې چې افغانستان هم د هغې غړيتوب لري، ګډون کړی وو او د افغانستان د سولې له پروسې څخه د ملاتړ او په دې هېواد کې د دایمي امنیت د تامین موضوع له دې ډلې سره يې شریکه کړه ترڅو له دې پرحقې داعيې څخه د ۱۳۴ هېوادونو (۷۷ ډلې) د ګډ دریځ په توګه له جرم څخه د مخنیوي او د جزايې عدالت او د قانون د واکمنۍ لپاره د ملګرو ملتونو د کنګرې له لارې دفاع او ملاتړ وکړي.
همداراز د ۲۰۲۱ کال د فبروري په ۲۸مه نېټه د عدليې وزیر او له هغه سره مل پلاوي يې د جاپان هېواد د سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا په بلنه کابل کې مېشت د جاپان په سفارت کې وکتل او د دواړو هېوادونو د تاریخ، فرهنګ او دوستانه اړیکو او د همکاریو د پیاوړتیا په ځانګرې توګه د قانون د واکنمۍ په برخه کې بحث او د نظر څرګندونه يې وکړه.
د هېواد د عدليې وزیر او له هغه سره مل پلاوي يې له جرم څخه د مخنیوي، د جزايې عدالت او د قانون د واکمنۍ په اړه د ملګرو ملتونو د څوارلسمې کنګرې د لوړ پوړي پلاوي د ناستې له پای ته رسیدو وروسته بیرته هېواد ته راستون شو.