د عدلیې عالیقدر سرپرست وزیر د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان (IDLO) له عمومي رییس سره لیدنه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۱۲:۵۷

چهارشنبه د ۱۴۰۰ کال د سلواغې اوویشتمه

د عدلیې عالیقدر وزیر محترم مولوي عبدالحکیم شرعي د خپل کار په دفتر کې د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان (IDLO) له عمومي رییس ښاغلې ریماند مکلرایت او مل پلاوې سره یی لیدنه ترسره کړه.

په دغه لیدنه کی ښاغلې مکلرایت د یاد سازمان د پروژو او فعالیتونو په هکله مفصل مالومات وړاندی کړ او ویی ویل چی دوی ته د خوښي ځای ده چی په ارامه فضا کی کولاۍ شي د افغانستان حکومت او خلکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلې مکلرایت زیاته کړه چی دغه سازمان غواړي د اسلامي شریعت او د ټولنې کلتور ته پام کی نیولو سره د قانون د واکمنۍ په برخه کی مرسته وکړي ترڅو خلک وکولاۍ شي عدالت ته لاسرسۍ ولري او د خپلې شخړې په منظمه توګه حل و فصل کړي.

مکلرایت وویل دوی غواړي له مدني ټولنو سره د هغوی د ظرفیت لوړاوی او د معیارونو د رعایت په برخه کی مرسته وکړي او د هغوی نورې اصولي اړتیاوې پوره کړي ترڅو مدني ټولنی د اسلامي امارت د یو همکار په حیث د خلکو واقعي غږ پورته کړي چی دغه کار کولاۍ شي په نتیجه کی د اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو په ترڅ کی موثر او مفید واقع شي.

ښاغلې مکلرایت د مدافع وکیلانو د ټولنې په هکله وویل چی په مختلفو هیوادونو کی د دغې ټولنې د جواز ورکولو چارې د عدلیې وزارتونو لخوا تنظیمږي اما د دی لپاره چی یاد ټولنه وکولاۍ شي د موکلینو او د محاکمو په منځ کی موثره اړیکه جوړه کړي او د ښو معیارونو څخه ګټه پورته کړي، خپلواکۍ یی باید په پام کی ونیول شي.

ورپسی ښاغلې عدلیې وزیر ډاډ ورکړ چی د مدافع وکیلانو د چارو د ښه تنظیم لپاره به عدلیې وزارت د جواز ورکولو او اداري موضوع ګانو په برخه کې د قانون په چوکاټ کی مرسته وکړي او یاد مدافع وکیلان به په نورو ټولو برخو کی به خپلواکۍ ولري او کولاۍ شي خپلو فعالیتونو ته پرته له کومې اندیښنې دوام ورکړي.

عالیقدر د عدلیې وزیر یاده کړه چی دا ټولو ته د خوښي ځای ده چی د تیرو اوږد مهاله جګړو او نورو ستونزو باوجود د افغانستان اسلامي امارت وکولاۍ شو په ټول هیواد کی امنیت تامین کړي او د یوی شرعي عفوې په اساس ټول مجرمین یی نه یواځی معاف کړل بلکه د هغوی د امنیت د خوندي ساتلو لپاره هم لازم اقدامات ترسره کړی.

همدا راز د عدلیې وزیر څرګنده کړه چی اسلامی امارت د ټولو خلکو خصوصاً د نجونو او ښځو د تعلیم حقونو ته ژمن دی او د تخنیکی ستونزو د هوارې نه وروسته به نجونې وکولای شي خپلو درسونو ته د اسلامي اصولو په رڼا کی ادامه ورکړي.

هغه زیاته کړه چی بعضی موارد د افغانستان د اسلامي امارت پرضد د رسنیو او نورو کړیو له لاری په ناسمه توګه خپاره کیږي چی باید مخه یی ونیول شي او باید ددی پر ځای شته واقعیتونو ته په نړیواله کچه انعکاس ورکړل شي او هلیه مندی یی وښوده چی د امریکا ولسمشر بایډن د افغانستان د خلکو شتمنۍ د کنګل ساتلو فرمان کی تجدید نظر وکړي ځکه دا د مظلوم خلکو په حق کی لویه جفا ده او د خلکو په اقتصادي وضعیت باندی منفي اغیز کوي.

په اخره کی د عدلیې وزیر یاد سازمان مسوولینو ته د هر ډول همکارۍ د اسلامي شریعت او اسلامی امارت اصولو په رڼا کی ډاډ ورکړ او یاده یی کړه چی د قوانینو د بیا کتنې او اصلاح لپاره علما کرام او متخصصین ګومارل شوی ترڅو په دی برخه کی کار وکړي او داسی قوانین ټولنې ته معرفي کړي چی خلکو ته موثر او ګټور واقع شي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS