د عدليې وزارت سرپرست: قانون جوړونه له ۵۰ کاله مخکې میکانیزم سره ترسره کېږي او باید مدرنه شي

waheed
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۱۸:۲۹
.

د عدليې وزارت نوماند وزیر او سرپرست قضاوتپوه فضل احمد معنوي د روان کال د لړم د میاشتې په ۲۵ نېټه د ملګرو ملتو د سازمان د پرمختیایې برنامې(UNPD) د دفتر له مرستیالې مېرمن سریو بوزورو کوا سره له عدليې وزارت سره د دغه دفتر د همکاریو په باره کې خبرې وکړې.

د عدليې وزارت سرپرست په دې کتنه کې وویل چې د عدليې وزارت غواړي چې د بین المللي همکاریو له شته فرصتونو څخه د دې وزارت د فعالیتونو د اغیزمن کولو لپاره ګټه واخلي.

هغه زیاته کړه چې په هېواد کې د قانون جوړونې اوسنۍ تګلاره کلاسیکه ده او په پام کې دي چې دغه تګلاره مدرنه شي. هغه زیاته کړه چې:" قانون جوړونه، پنځوس کاله مخکې میکانیزم لري، په داسې حال چې اړتیا ده چې د قانون جوړونې پرانستې سیستم ولرو ترڅو خپل خلک او مخکښان په هغه کې شامل ووینو او د قوانینو د طرحې په هکله معلومات پیدا کړي."

.

فضل احمد معنوي وویل چې قوانین باید په لنډ وخت کې د تعدیل یا نوي کولو وړ نه وي او باید د څو کاله وروسته وضعیت ځواب ورکوونکې هم وي. هغه زیاته کړه چې د قانون جوړونې د سیستم د مدرن کولو لپاره جدي نوي کولو ته اړتیا لرو او د ملګرو ملتو سازمان د پرمختیايې برنامې له دفتر څخه غواړو چې په دې لاره کې هم له موږ سره همکاري وکړي.

د ملګرو ملتو د سازمان د پرمختیايې برنامې د دفتر مرستیالې په مقابل کې تیارۍ اعلان کړ چې په تقنیني او پالېسۍ جوړونې په برخه کې له عدليې وزارت سره همکاري کوي.

د عدليې وزارت سرپرست په دې کتنه کې د حقوقو، د دولت د قضایاوو، حقوقي مساعدتونو، حقوقي پوهاوي او د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې په برخو کې د دې وزارت اړتیاوو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې په یادو برخو کې د عدليې وزارت طرحې به د (UNPD) له دفتر سره شریکې کړی شي.

هغه وویل چې د حقوقو په برخه کې، حقوقي قضيې په تیره بیا کورنۍ قضيې باید د غیر رسمي عدالت او منځګریتوب  له لارې حل شي ترڅو د عدالت د تأمینولو بهیر لنډ شي او محمکې د قضیو له زیات حجم سره مخامخ نه وي او هېوادال هم رضایت ولري.

د عدليې وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د دولت د قضایاوو په برخه کې دې هیچا حق ضایع نه شي او عدالت تأمین شي او د دې لپاره دې یو سیستم رامنځته شي.

.

هغه هېوادوالو سره حقوقي مساعدتونو ته په اشارې سره هم وویل چې د قضیو حجم ته په پاملرنې سره د مدافعو وکیلانو شمېر کم دی، په داسې حال کې چې باید په ولسوالیو او زیان منونکو سیمو کې هم مدافع وکیل شتون لري. هغه په همدې حال کې وویل چې د حکومت لپاره سخته ده چې د تشکیلات اړتیا ته په پام کې سره لوړ کړي. په همدې دلیل په دې برخه کې بین المللي مرستې ته اړتیا ده.

فضل احمد معنوي دغه راز وویل چې غواړو خلکو ته حقوقي پوهاوي ورکول د حقوقي راډیو  او تلویزیون د رامنځته کولو له لارې پراخه کړو ترڅو خلک په خپلو حقوقو پوه شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتو د سازمان د پرمختیايې برنامې د دفتر مرستیالې مېرمن سریو بوزورو کوا وویل چې عدالت د ټولنې د ملاتیر دی او د ټولنې سوکالې او پرمختګ لامل کېږي.

هغې زیاته کړه چې دغه دفتر غواړي په یادو برخو کې له عدليې وزارت سره خپلې همکارۍ بیا نوی کړي او د همکاریو نوی باب رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۴۱
Background image

د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ  د سمنګان ولایت د عدليې رئیس قاري فراح الدین محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۱:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت نظارت لاندې د «خیریه بنسټونو د اتحادیې» مدیره هیئت ټاکلو په منظور ناسته جوړیدل

د خیریه بنسټونو د اتحادیې د رئیس او مدیره هیئت د تعیین په منظور د یادې اتحادیې د ټاکنو پروسه د یوې ناستې په ترڅ کې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست تر نظارت لاندې په کابل «د یولرنا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۳:۳
Background image

د میدان وردک په چک ولسوالۍ کې د خپل سرو تصرفاتو مخنیوی وشو

د ميدان وردګو ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د روژې د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت چک ولسوالۍ ته ولاړ او د یادي ولسوالۍ له ولسوال، امنيه قوماندان او نورو. . .

BACK TO NEWS