د اطفالو د روزنې او اصلاح مرکزونو شپږم کنفرانس د زیادتی همغږۍ او د مهارتونو د پرمختیا په منظور په کابل کې جوړ شو.
د دې کنفرانس د جوړیدو موخه، د اطفالو د روزنې او اصلاح د مرکزونو د اداراتو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او دولتي بنسټونو او مؤسسو چې د اطفالو د روزنې او اصلاح د مرکزونو سره همکاري لري، دی.
د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ډاکترې ذکيې عادلي وویل: په هېواد کې له قانون څخه سرغړونکو اطفالو د روزنې ناسالم چاپیریال ګراف یې لور کړی دی او د اطفالو د رول په پام کې نیولو سره د ټولنې په ودانولو کې او د اطفالو د راتلونکو د مسؤلیتونو د هغوې د روزنې په برخه کې باید زیاته هڅه صورت و مومي
او هغې همدارنګه وویل: ټول کسان د اطفالو روزنې په امر کې(کورنۍ، ښوونځۍ او جوماتونه) مسؤلیت لري تر څو د اطفالو د ښې روزنې په برخه کې هڅه وکړي.
له بلې خوا، د کار وزارت او ټولنیزو چارو معین ښاغلي غلام حیدر جیلاني، اطفال يې د نن او سبا ورځې د هېواد پانګه عنوان او ټینګار کوي چې اړوندې ادارې د ستونزو د حلولو لپاره د محرومو اطفالو په مخ د ننګونو په زمینه کې، باید همغږي او زیات کارونه سرته ورسوي
همدارنګه ښاغلي جیلاني د کار او ټولنیزو چارو وزارت له چمتوالې څخه د اطفالو د ملاړیز مرکز او د تسهیلاتو د برابرولو په برخه کې، د حجز په بدیلونو کې د اطفالو د محکمو د منلو لپاره ډاډ ورکړ.
له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت، لوی څارنوالۍ اداره، ارشاد حج او اوقافو وزارت، د بشر د حقوقو او د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین، هریو يې د خپلو کارونو په ځانګرو برخو کې له قانون څخه د سرغړونکو اطفالو د رسیدګۍ په برخه کې او د حجز د بدیلونو د ترلاسه کولو او د اطفالو د ښې ښوونې روزنې، ډاډ ورکړ.