د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د څلورمې دورې د پایلو اعلام

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت ددفاع وکالت د ورودي ازموینې څلورمه دوره د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د کب د میاشتې په ۵ نېټه د ۴۱۹ تنو په شرایطو برابرو د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو په ګډون سره واخیسته.
د ازموینې په دغه دور کې د حاضرو ۴۱۹ ګډونوالو له مجموعې څخه، د هغوی ۲۸۸ تنو وشو کولای چې د تعیین شویو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالي شي او ۱۳۱ تنو غوښتونکو ونهشوکولای تعیین شوې نمرې ترلاسه کړي.
په دې ازموینه کې د ګډون لپاره ۵۰۵ تنو غوښتونکو نوم لیکنه کړې وه چې د ازموینې په ورځ د هغوی ۸۶ تنه حاضر نه شول او غیرحاضر وګڼل شول.
هغه غوښتونکي چې په دې ازموینه کې بریالي شوي د تجربې لرلو په صورت کې د لاندې درج شوي لړلیک لهمخې، د کب د میاشتې په ۱۳ نېټه د دوشنبې له ورځې د مدافع وکیلانو ریاست، د جوازلیکونو آمریت ته مراجعه وکړي. دغه راز هغه غوښتونکي چې تجربه نه لري راتلونکې خبرتیا لپاره دې انتظار وکړي.
د هغو غوښتونکو عمومي فهرست چې په ورودي ازموینه کې ګډون درلود له دغه ځای څخه د لاسرسۍ وړ دی.