د تقنیني ستاژ د اتمې دورې د برنامې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د جامعاتو او دیني مدرسو هغو فارغانو ته چې د هغوی سندونه د لېسانس په سویه د اړوندو مراجعو له خوا تایید شوي وي دي او همدا راز د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو فارغانو ته خبر ورکول کېږي چې:

د تقنیني ستاژ د برنامې د اتمې دورې د ورودي ازموینې لپاره نوم لیکنه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې له ۲۵ نېټې چې د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د کب د میاشتې له ۵ نېټې سره سمون خوري پیل او د رمضان المبارک د میاشتې تر ۱۵ نېټې چې د روان کال د کب د میاشتې ۲۵ نېټې سره سمون خوري دوام کوي.

د اړتیا وړ مواد:

  • په برنامه کې د شمولیت غوښتنلیک د فورمې بشپړول.
  • د تابعیت د تذکرې رنګه کاپي.
  • د لوړو زده کړو وزارت د تایید شوي دیپلوم او د نمرو ترانسکریپت رنګه کاپي.
  • درې ۳/۴ عکسونه.

هغه داوطلب چې د شمولیت د غوښتنلیک د وړاندې کولو په وخت کې یې، د خپل فراغت دیپلوم نه وي اخیستی، کولی شي د خپل فراغت رسمي تصدیق د نمرو له ترانسکریپت سره د لوړو زده کړو وزارت په تایید سره، د لوړو زده کړو له نهاد څخه وړاندې کړي.

د ازموینې سرچينې:

  • عقیدة الطحاوی
  • مجلة الاحکام العدلیة (عمومي برخه)
  • د اسلام د جزا حقوق ( عمومي او اختصاصي)
  • د اسلام د حقوقو اساسات
  • د حقوقو د علم مبادي
  • عمومي بین المللي حقوق
  • د عمومي جزا حقوق

داوطلبان کولی شي، د نوم لیکنې فورمه په حضوري ډول د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست د قوانینو د مطالعې، تشرېح او زده کړې له ریاست او یا د عدلیې وزارت له  ( دغه ځای) څخه ترلاسه کړي. داوطلبان مکلف دي، پورته یاد شوي سندونه په پلاستیکي دوسیه کې د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړې ریاست ته وسپاري.

 

 

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د تېرو کلونو په پرتله د کورونو د کرایې د زیاتولو د ممنوعیت په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت له دې وړاندې د هېواد په کچه د کورونو ټولو مالکانو او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصدیانو ته خبر ورکړی و، چې سږکال له ګاونډیو هېوادونو څخه د هېوادوالو د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۸ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۸ دوره د چنګاښ (سرطان) د میاشتې په ۱۰ نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دې دورې کې ۹ تنه . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۲۴
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۸ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي چې د مدافع وکیلانو ریاست د محرم الحرام د میاشتې په ۵مه نېټه چې د چنګاښ (سرطان) د میاشتې له ۱۰ نېټې سره سمون خوري د سه‌شنبې په ورځ، د  . . .

Back to announcements