د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د څلورمې دورې د پایلو اعلام

barekzai_admin
.

 د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت ددفاع وکالت د ورودي ازموینې څلورمه دوره د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د کب د میاشتې په ۵ نېټه د ۴۱۹ تنو په شرایطو برابرو د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو په ګډون سره واخیسته.

د ازموینې په دغه دور کې د حاضرو ۴۱۹ ګډونوالو له مجموعې څخه، د هغوی ۲۸۸ تنو وشو کولای چې د تعیین شویو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالي شي او ۱۳۱ تنو غوښتونکو ونه‌شوکولای تعیین شوې نمرې ترلاسه کړي.

په دې ازموینه کې د ګډون لپاره ۵۰۵ تنو غوښتونکو نوم لیکنه کړې وه چې د ازموینې په ورځ د هغوی ۸۶ تنه حاضر نه شول او غیرحاضر وګڼل شول.

هغه غوښتونکي چې په دې ازموینه کې بریالي شوي د تجربې لرلو په صورت کې د لاندې درج شوي لړلیک له‌مخې، د کب د میاشتې په ۱۳ نېټه د دوشنبې له ورځې د مدافع وکیلانو ریاست، د جوازلیکونو آمریت ته مراجعه وکړي. دغه راز هغه غوښتونکي چې تجربه نه لري راتلونکې خبرتیا لپاره دې انتظار وکړي.

د هغو غوښتونکو عمومي فهرست چې په ورودي ازموینه کې ګډون درلود  له  دغه ځای څخه د لاسرسۍ وړ دی.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د دفاع وکالت د ستاژ د نوم‌لیکنې د پیل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د دفاع وکالت هغو متقاضیانو لپاره چې د جواز ترلاسه کولو په موخه یې د دفاع وکالت ورودي ازموینه په بریالیتوب سره پای ته رسولې ده او کاري تجربه نه لري، ډېر ژر . . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د شرعي او حقوقي مشورو وړاندې کولو په موخه د ۱۸۸ وړیا شمېره فعاله شوه

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د حقوقي مشورو وړاندې کولو وړیا ټلیفوني مرکز فعال کړ او هېوادوال کولای شي حقوقي مشورو ته د اړتیا په صورت کې، له ۱۸۸ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي.
دا مرکز په . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۳۵
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د پنځمې دورې د تجربه‌لرونکو متقاضیانو د لیست اعلام

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت ددفاع وکالت د ورودي ازموینې پنځمې دوره د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د میزان (تلې) د میاشتې په ۲۲ نېټه د ۵۴۳ تنو په شرایطو برابرو د دفاع وکالت د جواز . . .

Back to announcements