په غور ولایت کې د کابو ۹ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۲:۱۹
.

 د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د رجب المرجب د مياشتې په ۱۹ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د یاد ولایت د مرکز ولسوالۍ اړوند په خاک ملا کلي کې د اته زره نهه سوه څلوېښت (۸۹۴۰) جریبه ځمکې دوسيه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه او د يادې ځمکې د متصرفينو د اعتراف په اساس امارتي تثبیت او تشخیص شوه.
هيئت یاده ځمکه استرداد کړه او پرېکړه يې وکړه چې مشخصات یې د ځمکو په بانک کې ثبت شي.
همدارنګه، په ياده ناسته کې د غور ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۰:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۹ دارالوکالو نظارت او بررسي

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۴:۳۶
Background image

په جوزجان ولایت کې دڅه باندې ۲۵۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۲۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د جوزجان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۳:۵۶
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې او ښاري محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئيس مولوي عبدالستار حماس، د رجب المرجب د مياشتې په ۲۶ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د ښاري محکمې رئیس سلطان محمد ربانې او د استیناف محکمې د مدني ديوان له. . .

BACK TO NEWS