د لغمان ولایت د عدلیې او ښاري محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه
د لغمان ولایت د عدلیې رئيس مولوي عبدالستار حماس، د رجب المرجب د مياشتې په ۲۶ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د ښاري محکمې رئیس سلطان محمد ربانې او د استیناف محکمې د مدني ديوان له رئيس سردار محمد حقاني سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې چې د عدلیې رياست نورو مسؤولینو هم ګډون درلود د عامه حقوقو په قضيو کې د اجراآتو ښه والي په اړه خبرې وشوې.
همدارنګه په دې ناسته کې د یادو ادارو ترمنځ پر لا زياتو همغږيو ټينګار وشو.