د ننګرهار ولایت عدلیې رئیس د یاد ولایت د یو شمېر موټر پلورنځيو له مسؤولینو سره وکتل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۰:۳۶
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس، مولوي محمد رئيس محمدي د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۰ مه نېټه سه ‌شنبې په ورځ د یاد ولایت د موټر پلورنځيو له یو شمېر مسؤولينو سره د عدلیې رياست په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې د موټر پلورنځيو مسؤولينو ترمنځ د اتحاد، انسجام او ښې همغږۍ په موخه  د یوې اتحادیې د  رامنځته کېدو په اړه خبرې اترې وشوې.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس د موټر پلورنځيو اتحادیې د جوړيدو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د اتحادیې په رامنځته کېدو سره به د موټر پلورنځيو د مسؤولينو ترمنځ لا زياته همغږي او همکاري رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۴۳
Background image

په جوزجان ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د ۶ دفترونو نظارت کېدل

د جوزجان ولایت د عدلیې ریاست د معاملاتو لارښوونو د دفترونو مؤظف نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۰ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې، د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۳۶
Background image

په بلخ کې د ۴۹ جریبو ځمکو دوسیې بررسي شوې

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د نږدې ۱۷۰ جریبه ځمکې تثبیت

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د یاد. . .

BACK TO NEWS