په بلخ کې د ۴۹ جریبو ځمکو دوسیې بررسي شوې
د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې د نږدې نهه څلوېښت (۴۹) جریبو ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.
یادې شوې ځمکې د بلخ ولایت د مزار شریف په ښار او شولګرې او چمتال ولسوالیو کې موقعیت لري او هیئت له هر اړخیز بحث څخه وروسته، د هغو په اړه لازم تصامیم ونیول.