د ننګرهار ولایت عدلیې رئيس: د مدافع وکيلانو ستونزو ته رسيدګي د عدلیې وزارت له مکلفيتونو څخه ده
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د محرم الحرام د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه تر نظارت وروسته له مدافع وکيلانو سره ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس مولوي محمد رئيس محمدي د خپل خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د مدافع وکيلانو ستونزو ته رسيدګي او د هغوی له دارالوکالو څخه نظارت او بررسي د عدلیې وزارت له مسؤوليتونو او مکلفيتونو څخه ده.
همداراز نوموړي مدافع وکيلانو سره په خبرو کې د یو شمېر توصیو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې مدافع وکيلان باید خپل چارې په اخلاص او صداقت سره ترسره کړي، له مؤکلينو سره ښه چلند وکړي او د انسجام کړنلارې او د اسلامي امارت د اصولو مطابق دې خپل ټول فعالیتونو ترسره کړي.
په یاده ناسته کې مدافع وکيلانو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل چې د عدلیې رئيس له لوري د هغو د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست له مدافع وکيلانو سره د لا زياتو همغږيو په موخه په دوامداره توګه ناستې جوړوي او همدارنګه د غیر قانوني فعاليتونو د منخيوي په موخه ټولې دارالوکالو بررسي او نظارت کوي.