په پکتيا ولایت کې د غير قانوني فعاليت له امله د ۳ موټر پلورنځيو تړل کېدل
د پکتيا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادي الثاني د مياشتې په ۱۹ مه نېته د شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، ګرديز ښار کې له ۱۵ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې، ۳ موټر پلورنځي د غيرقانوي فعاليت له امله وتړل شول او د پاتې نورو موټر پلورنځيو متصديانو ته توصیه وشوه چې خپلې شته ستونزې لرې کړي.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.