په کابل کې د غیرقانوني فعالیت له امله د معاملاتو لارښوونې د ۱۹۳ دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۵۵
.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په لیندۍ میاشت کې  د کابل په ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۲۳۴ دفترونه نظارت او بررسي كړي دي.

د دغه نظارت په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۱۹۳ دفترونه د غير قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د پاتې  نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په هکله یې لازمې توصیې وړاندې شوي دي.

همدارنګه، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې د فعالیت د جواز غوښتونکو لپاره ۳۹ نوي جوازونه ويشلي او ۷۰ نور جوازونه یې تمديد کړي دي.

همداراز، د عریضه لیکنې په برخه کې ۱۳ تنو لپاره نوي جوازونه ویشل شوي او د ۳۹ تنو نورو جوازونه تمديد شوي دي.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې په منظم ډول اړوندې برخې نظارت او بررسي کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS