په لغمان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

په لغمان ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د ربیعالآخر د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د معاملاتو لارښوونې یو شمېر دفترونه او استوګنیز بلاکونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی او د هغو رسمي سټې بررسي شوې. نظارتي کمېټې د یادو دفترونو متصديانو ته توصیه وکړه چې د هغو کورونو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په برتله یې کرایه لس سلنه ډېره شوې وي.
همداراز کمېټې ټینګار وکړ چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې له هغو اقداماتو څخه په کلکه ډډه وکړي چې د کرایو د لوړیدو لامل کېږي.
کمېټې د معاملاتو لارښوونې دفترونو له متصديانو څخه غوښتنه وکړه چې له تازه راستانه شويو کډوالو سره د کورونو او استوګنځایونو د موندلو په برخه کې هم همکاري وکړي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
د کورونو د کرایې د کنټرول د ولایتي ګډې کمیټې په ترکیب کې د عدلیې، استخباراتو، کور او ښار جوړولو، امر بالمعروف او نهی عن المنکر ، د ښاروالۍ ریاستونو او د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې استازي شامل دي.