په شپږو ولایتونو کې ۴۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۳
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د ذوالقعدې د میاشتې په ۳ مه او ۴ مه نېټه، د یکشنبې او دوشنبې په ورځو ۴۰۰  تنو ته د هېواد په شپږو ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
په دغو برنامو کې چې د مرکز په شمول په هلمند، ارزگان، کنر، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې جوړې شوې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو د تربیې، د هېوادوالو حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی وړاندې شو. 
د عدلیې وزارت د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چی خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۳:۳۰
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د رجب المرجب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۳:۱۹
Background image

د غزني ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت د مرکزي کمېسيون له پلاوي سره وکتل

 د غزني ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین او د مرکزي کمېسيون د مؤظف پلاوي له رئیس، مولوي محمد اسماعيل غزنوي او نورو غړو سره د غزني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۳:۱۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ۲۰۰ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

د پکتیکا ولایت د ځمکو  له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت د رجب المرجب د مياشتې په ۱۳ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د غصب شويو ساحو د بررسۍ په موخه د یاد ولایت د ډيلې ولسوالۍ اړوند ډګري ساحې. . .

BACK TO NEWS