په شپږو ولایتونو کې ۴۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د ذوالقعدې د میاشتې په ۳ مه او ۴ مه نېټه، د یکشنبې او دوشنبې په ورځو ۴۰۰ تنو ته د هېواد په شپږو ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
په دغو برنامو کې چې د مرکز په شمول په هلمند، ارزگان، کنر، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې جوړې شوې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو د تربیې، د هېوادوالو حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی وړاندې شو.
د عدلیې وزارت د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چی خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.