په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۲۹ زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کېدل
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په مرکز او ولایتي آمریتونو يې په ولایتونو کې د روان کال د رجب المرجب د مياشتې په اوږدو کې، د ۱۸۰برنامو په جوړولو سره ۲۹ زره او ۲۶۸ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی.
دا برنامې د مرکز په شمول د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې جوړې شوي او په ترڅ کې یې ۵ زره او ۸۹۶ تنه په بلخ، ۴ زره او ۸۵۴ تنه په هرات، ۲ زره او ۴۰۸ تنه په غزني او پاتي نور په بېلابېلو ولایتونو کې له دغو برنامو څخه برخمن شوي دي.
په دغو برنامو کې د شکمن او تورن د حقوقو، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د اسلامي شريعت له نظره پر ماشومانو د مور او پلار د حقوقو، نشه يي توکي او په اسلامي شريعت کې د هغو احکام، له غصب څخه د مخنيوي او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی.
دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستې د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.
د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو، وجایبو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.