د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د غيرقانوني فعاليت له امله د ۱۱ موټر پلورنځيو تړل کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۰:۳۴
.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست نظارتي پلاوي، د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په ساحه کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

یاد پلاوي له ټولټال ۷۳ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ چې له دې جملې څخه ۱۱ موټرپلورنځي د غیرقانوني فعاليت له امله د هیئت لخوا وتړل شول. دغه راز نظارتي پلاوي د نورو موټر پلورنځيو مسؤولينو ته توصیه وکړه چې خپلې شته ستونزې لرې کړي.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۴:۵۴
Background image

د عدلیې محترم وزیر په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر سره وکتل

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر او په افغانستان کې د یاد سازمان رئیس، ډاکټر محمد سعید آل عیاش او د هغه له مل پلاوي سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معين د ارزګان ولایت له عدلیې ریاست څخه ليدنه وکړه

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع الاول د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د یکشنبې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۴:۲۹
Background image

د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست، د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت. . .

BACK TO NEWS