د عدلیې محترم وزیر په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر سره وکتل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۴:۵۴
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر او په افغانستان کې د یاد سازمان رئیس، ډاکټر محمد سعید آل عیاش او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

دا کتنه د ربیع الاول د میاشتې په ۲۹ نېټه، نن د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه او د تقنیني سندونو د پړاوونو تېرولو د څرنګوالي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د شریعت لارښوونو د تطبیق او د یو لړ نورو موضوعاتو په اړه پکښې بحث او خبرې وشوې.

محترم مولوي عبدالحکیم شرعي د تقنیني سندونو د پړاوونو تېرولو په تړاو د اسلامي همکاریو د سازمان محترم سفیر ته معلومات وړاندې کړل ویې ویل چې، تقنیني سندونو د اړوندو ادارو لخوا تسوید کېږي او د عدلیې وزارت یاد شوي سندونه تدقیق او له فقهي سرچینو څخه تخریج کوي.

نوموړي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري توشېح شوی، د هغه شرعي سرچینو او د یاد قانون د پلي کېدو څرنګوالي په اړه هم د اسلامي همکاریو د سازمان محترم سفیر ته معلومات ورکړل.

محترم محمد سعید آل عیاش اسلامي قوانین د اسلامي ټولنې له اړتیاو څخه وبلل او له افغانستان سره یې د یاد سازمان د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۴۹
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

د غزني ولایت عدلیې رياست او مدافع وکيلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست نورو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۲۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز اړوند په پنځمه ناحيه کې له ۵ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۲
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الألی د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS