د عدلیې محترم وزیر په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر سره وکتل

barekzai_admin
Wed, Oct 02 2024 2:54 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر او په افغانستان کې د یاد سازمان رئیس، ډاکټر محمد سعید آل عیاش او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

دا کتنه د ربیع الاول د میاشتې په ۲۹ نېټه، نن د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه او د تقنیني سندونو د پړاوونو تېرولو د څرنګوالي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د شریعت لارښوونو د تطبیق او د یو لړ نورو موضوعاتو په اړه پکښې بحث او خبرې وشوې.

محترم مولوي عبدالحکیم شرعي د تقنیني سندونو د پړاوونو تېرولو په تړاو د اسلامي همکاریو د سازمان محترم سفیر ته معلومات وړاندې کړل ویې ویل چې، تقنیني سندونو د اړوندو ادارو لخوا تسوید کېږي او د عدلیې وزارت یاد شوي سندونه تدقیق او له فقهي سرچینو څخه تخریج کوي.

نوموړي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري توشېح شوی، د هغه شرعي سرچینو او د یاد قانون د پلي کېدو څرنګوالي په اړه هم د اسلامي همکاریو د سازمان محترم سفیر ته معلومات ورکړل.

محترم محمد سعید آل عیاش اسلامي قوانین د اسلامي ټولنې له اړتیاو څخه وبلل او له افغانستان سره یې د یاد سازمان د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS