د غزني ولایت د عدلیې ریاست او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل
د غزني ولایت عدلیې رياست او مدافع وکيلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست نورو مسؤولینو او یو شمېر مدافع وکيلانو په ګډون د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئیس په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې مدافع وکیلانو ته اړينه ده چې له خلکو سره ښه چلند وکړي، په وکالتونو کې له عدل او انصاف څخه کار واخلي او خپل فعالیتونه د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړي.
همدارنګه، په دې ناسته کې مدافع وکيلانو هم په خپلو کاري چارو کې شته ستونزې شرېکې کړې او د حل غوښتونکي یې شول، چې د عدلیې رياست له لورې ورته د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.