د عدلیې محترم وزیر په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر سره وکتل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۴:۵۴
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر او په افغانستان کې د یاد سازمان رئیس، ډاکټر محمد سعید آل عیاش او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

دا کتنه د ربیع الاول د میاشتې په ۲۹ نېټه، نن د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه او د تقنیني سندونو د پړاوونو تېرولو د څرنګوالي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د شریعت لارښوونو د تطبیق او د یو لړ نورو موضوعاتو په اړه پکښې بحث او خبرې وشوې.

محترم مولوي عبدالحکیم شرعي د تقنیني سندونو د پړاوونو تېرولو په تړاو د اسلامي همکاریو د سازمان محترم سفیر ته معلومات وړاندې کړل ویې ویل چې، تقنیني سندونو د اړوندو ادارو لخوا تسوید کېږي او د عدلیې وزارت یاد شوي سندونه تدقیق او له فقهي سرچینو څخه تخریج کوي.

نوموړي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري توشېح شوی، د هغه شرعي سرچینو او د یاد قانون د پلي کېدو څرنګوالي په اړه هم د اسلامي همکاریو د سازمان محترم سفیر ته معلومات ورکړل.

محترم محمد سعید آل عیاش اسلامي قوانین د اسلامي ټولنې له اړتیاو څخه وبلل او له افغانستان سره یې د یاد سازمان د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د تېرې یوې میاشت په اوږدو کې په ۱۲ ولایتونو کې د څه باندې ۳۷ زره ۴۲۹ جریبه امارتي ځمکې استرداد

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني د میاشتې په اوږدو کې په هرات، ننګرهار، کندز، تخار، پروان، غور، پنجشير، لغمان، سرپل، سمنګان، بادغیس او ميدان. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۳:۳۸
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معين د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ، ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، دغه پلاوي د جمادی الأولی د میاشتې په ۴ مه نېټه د چهارشنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۲۹
Background image

په غزني ولايت کې د غیرقانوني فعالیت له امله د معاملاتو لارښوونې د ۲۰ دفترونو تړل کېدل

د غزني ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۴ مه نېټه د چهارشنې په ورځ، په ياد ولايت كې، د معاملاتو لارښوونې له ۲۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت او. . .

BACK TO NEWS