د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۴:۲۹
.

 د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست، د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې، د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست مسؤولینو د ازموینې له بهیر څخه څارنه کوله د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز ۱۷ تنو غوښتونکو ګډون درلود.

د عدلیې وزارت د عریضه لیکنې د فعالیت جواز د ویشلو په منظور، وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه په یاد وزارت کې ازموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۴
Background image

په پکتيا ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګرديز ښار کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې له ۲۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې  له ۲۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره. . .

BACK TO NEWS