د دوو دولتي ادارو ترمنځ د شخړې د حل په منظور ناسته جوړه شوه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۱۲:۳۷
.....

 د کنړ ولایت د ښاروالۍ او د نفتو او ګاز ریاست ترمنځ د شخړې د حل په منظور د عدليې ریاست په مقر کې ناسته جوړه شوه.

د کنړ ولایت د ښاروالۍ او د نفتو او ګاز ریاست ترمنځ د دغه ولایت په اړونده سېمه کې د یو ملکیت پرسر حقوقي دعوا لري چې د دغې شخړې د حل په منظور د عدليې ریاست د امارت د قضایاو د آمریت په منځګړیتوب د دغه ریاست په مقر کې ناسته جوړه شوه.

.

په یاده ناسته کې د عدلیې رییس، د اسعد آباد ښار د ښاروالۍ رییس، د نفت اوګازو لوی رییس او ملګري پلاوي يې ګډون کړی وو.

 په دغې ناسته کې د شخړې د دواړو لورو رییسانو د یادې شخړې په اړه خپل معلومات وړاندې کړل.

.

د عدليې رییس دواړو ادارو ته ډاډ ورکړ چې د هغو ترمنځ شخړه به د قانون او شریعت پر اساس حل او فصل شي. هغه له یادو ادارو څخه وغوښتل چې غوښتل شوي سندونه، دلایل او اثباتیه مدارک د امارت د قضایاو د قانون پر اساس په ټاکل شوي وخت د امارت د قضایاو آمریت ته تسلیم کړئ ترڅو د دوسیې څیړنیز پړاونه بشپړ شي  او په دې اړه تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت د مدرسة العدالة د حدیثو له لويې دورې څخه د ۱۲تنو فراغت

  د عدلیې وزارت د مدرسة العدالة د حدیثو د لويې دورې د فاضلانو د دستاربندي او فراغت مراسم د رجب المرجب د میاشتې په ۱۶مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یادو فاضلانو او د عدليې وزارت د مقاماتو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۳
Background image

په کنړ ولایت کې ۲ موټر پلورنځي د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول

 د کنړ ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۱۰مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۱۳ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغوی فعاليتونه یې بررسي کړل.
مؤ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۴:۵۸
Background image

په کندوز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د رجب المرجب د مياشتې په ۱۰مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د کندوز په مرکز کې له ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

BACK TO NEWS