په کنړ ولایت کې ۲ موټر پلورنځي د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول
د کنړ ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۱۰مه نېټه د سهشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۱۳ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغوی فعاليتونه یې بررسي کړل.
مؤظف نظارتي پلاوي د دغو موټرپلورنځیو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانونيتوب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۲ موټر پلورنځي د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول.
نظارتي پلاوي د پاتې نورو موټر پلورنځيو په کاري چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښهوالي په موخه یې د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.
دعدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
