په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۳۹
.

په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د رجب‌المرجب د میاشتې په ۱۱مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو د لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه، چې له هغو معاملاتو څخه ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي، او همدارنګه د هغو کورونو په کرایې ورکولو څخه چې د ۱۴۰۳ کال پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي ډډه وکړي. 
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۸
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د تخنیکي ورکشاپ او د تېلو د ټانک د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 د عدلیې وزارت د وسایطو د یوه تخنیکي ورکشاپ او د تېلو د یوه ټانک د جوړولو پروژه د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د مسلکي معین، مرکزي رئیسانو او نورو مسئولینو په حضور. . .

BACK TO NEWS