د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناسته جوړیدل
د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شوال د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې رئیس ملاعبدالرازق مرزوقي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د بادغیس ولایت د عدلیې رئیس د لاسته راړونو، ستونزو او راتلونکو پلانونه په اړه معلومات وړاندې کړل.
دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارمندانو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، د کارمندانو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو اړینو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.