په لغمان ولایت کې ۲ موټر پلورنځي د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول

barekzai_admin
Thu, Oct 09 2025 9:16 AM
.

 په لغمان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو او موټر پلورنځيو څخه د نظارت ګډ پلاوي په یاد ولایت کې د ربیع الآخر د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ  د یاد ولایت په کچه له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

په دغه ګډ پلاوي کې چې د عدلیې ریاست، مستوفیت او  د ښاروالۍ استازي پکې شامل وو او یاد هیئت د نظارت پر مهال د یادو موټر پلورنځيو رسمي سټي، د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پير او پلور قانوني‌توب او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شوو چې په ترڅ کې یې ۲ موټر پلورنځي د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول.

همدارنګه په دې نظارت کې د پاتې نورو پلورنځيو په دفترونو او فعاليتونو کې هم يو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې شوې چې د یادو ستونزو د حل او همدارنګه د کاري چارو ښه پر مخ وړول په موخه د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS