د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ مسؤلینو او منسوبینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو د برنامې جوړیدل

hayat_admin
Tue, Sep 26 2023 2:50 PM
.

د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د ربیع الاول د میاشتې په ۱۰ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ مسؤلینو او منسوبینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.

په دغې برنامې کې د نجراب ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ۴۵ تنو مسؤلینو او منسوبینو برخه واخیسته او د شکمن او تورن د حقوقو، د عدلي او قضایي ارګانونو د موقف، د پولیس واک او مسؤلیت، د جرم د کشف، د پېښې د ځای د بررسۍ، په وقایعوي پړاوونو کې د عاجلې رسیدګۍ، د نیولو د ځای د کروکي او ترتیب، د اثباتیه مدارکو راټولولو، د جنايي څېړنو او د توقیف مودې د پای په اړه پوهاوی ترلاسه کړ.

د نجراب ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ مسؤلینو او منسوبینو د یادې برنامې له جوړونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو د جوړیدو غوښتنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS