د اداري فساد له خبر ورکوونکو څخه د ملاتړ قانون د نهو دولتي ادارو کارکوونکو ته تشریح شو
د عدليې وزارت د دولتي ادارو کارکوونکو ته د تقنیني سندونو د تشریح زده کړه ييزې برنامې شپږمه دوره جوړه کړه. په دې برنامه کې د تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو قانون او د اداري فساد له خبرورکوونکو څخه د ملاتړ قانون د نهو دولتي ادارو د حقوقي برخو کارکوونکو ته تشریح شول.
دغه برنامه د روان دکال د لېندۍ د میاشتې په ۲۲ نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو انستیتیوت له لوري د آلمان د پرمختیايې همکاریو د دفتر(GIZ) په همکارۍ جوړه شوه.
په دې برنامه کې د تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو او د اداري فساد له خبرورکوونکو څخه د ملاتړ په قانون سربیره په تقنیني سندونو کې له زیاتو تعدیلونو څخه د مخنیوي لپاره د رعایت وړ معیارونه هم تشریح شول.
د ماليې، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، ترانسپورت، کانونو او پترولیم، ښارجوړولو او اراضۍ او د کلیو او بیا جوړولو او پراختیا وزارتونو، د افغانستان بانک، د پلټنې د عالي ادارې او د ژوند د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د حقوقي برخو کارکوونکو په دې برنامه کې ګډون وکړ او له زده کړو څخه يې ګټه واخیسته.
په دې برنامه کې د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو انستیتیوت لوی رئیس د قانون جوړولو د معیارونو په رعایتولو باندې چې د تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو په قانون کې درج شوي دي، د وزارتونو او د دولتي ادارو په واسطه ټینګار وشو.
تراوسه پورې د دولتي ادارو د حقوقي برخو د کارکوونکو لپاره د تقنیني سندونو د تشریح د برنامې شپږو دورې جوړې شوي دي او ټاکل شوې ده دغه برنامه په نوي مالي کال کې د نورو وزارتونو او دولتي ادارو لپاره هم جوړې شي.