د ښځو او ماشومانو د ځورونې او اذیت د منع قانون د ۶ دولتي ادارو د کارکوونکو لپاره تشریح شول

waheed
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۲:۳۵
.

د عدليې وزارت د ۶ وزارتونو او دولتي ادارو د حقوقي برخو د کارکوونکو لپاره د تقنیني سندونو د تشریح د زده کړه ییزې برنامې درېیم پړاو جوړ کړ.

دغه برنامه د روان کال د لړم د میاشتې په ۱۰  نېټه په شنبې ورځ د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي ­ـ حقوقي څېړنو د چارو د انستیتیوت له لوري او د آلمان د پرمختیايې همکاریو د ادارې (GIZ) د قانون له واکمنۍ څخه د ملاتړ د پروژې په مالي همکارۍ جوړه شوه.

.

په دې زده کړه ییزه برنامه کې د ښځو د چارو او د مهاجرینو او راستنیدونکو د چارو د وزارتونو، د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې، د افغاني سرې میاشتې د ټولنې او د بدني روزنې ورزش د لوی ریاست او د کوچیانو د چارو د سمون لوی ریاست د حقوقي برخو ۳۲ تنو کارکوونکو ګډون وکړ.

د تقنیني سندونو د پړاوونو د تیرولو قانون او د ښځو او ماشومانو د ځورونې او اذیت د منع قانون له هغو تقنیني سندونو څخه و چې د دې برنامه د عدليې وزارت د قانون جوړونې انستیتیوت د کارپوهانو له لوري تشریح شول.

.

دغه راز د تقنیني سندونو د لومړنۍ طرحې د تسوید او برابرولو د بهیر او د دغو سندونو له زیاتو تعدیلونو څخه د مخنیوي لپاره د رعایت وړ معیارونو په باب په دې برنامه کې خبرې وشوې.

ټاکل شوې ده د نورو وزارتونو او دولتي ادارو د حقوقي برخو د کارکوونکو لپاره د دغو زده کړه ییزو برنامو جوړول دوام ومومي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS