د عدليې وزارت دآسیا له بنسټ سره د رسمي عدالت د بنسټونو او د غیر رسمي عدالت د بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په منظور یوه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

waheed
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۴ - ۱۴:۳
د عدليې وزارت دآسیا له بنسټ سره د رسمي عدالت د بنسټونو او د غیر رسمي عدالت د بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په منظور یوه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

په شپږو ولایتونو کې د رسمي عدالت د بنسټونو( عدلي او قضايې بنسټونو) او غیررسمي عدالت د بسټونو( شوراګانو او جرګو) ترمنځ د کاري اړیکو د ښه والي هوکړه لیک د هېواد د عدليې وزیر ډاکتر عبدالبصیر انور او په افغانستان کې د آسیا بنسټ د رئیس عبدالله احمدزي ترمنځ نن په عدليې وزارت لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک د حقوقي شخړه په حل، د روغې جوړې په برخه کې د رسمي اوغیر رسمي عدالت د بنسټونو ترمنځ د همکارۍ په زیاتوالی، د سیمه ییزو شخړو په حل او په ټولنه کې د عدالت په تطبیق او حقوقي شخړو په حل کې د غیر رسمي عدالت د بنسټونو( شوراګانو او جرګو) د ځواکمنیو په لوړولو کې د رسمي عدالت د بنسټونواوغیر رسمي عدالت د بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په منظور لاسلیک شو.

..

د عدليې وزیر ډاکتر عبدالبصیر انور د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې وویل: د قضیو په حل کې د رسمي عدالت او د غیر رسمي عدالت د بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کول ډیرمهم دي.

د شوراګانو او جرګو له لارې په محلاتو کې د لویانو او مخورو فعالیت کیداې شي د حقوقي شخړو په حل کې ډیر ګتور دي. هغه زیاته کړه چې د دغو شوراګانو او جرګو قانونمند کیدل او د رسمي عدالت له بسټونو سره په همغږۍ کې د هغوې فعالیتونه به حقوقي شخړو کې د روغې جوړې او منځګړیتوب بهیر ښه کوي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د آسیا بنسټ رئیس عبدالله احمدزي وویل: ترمیمي عدالت یو داسې حقیقت دی چې د افرادو د ملکیت په مسئلو او په نورو حقوقي شخړو کې، مرسته کوي. مونږ غواړو چې د رسمي عدالت بنسټونه او د غیر رسمي عدالت بنسټونه په معیاري ډول له یوبل سره همغږي ولري. هغه زیاته کړه چې باید د قانون د تطبیق لپاره په ټولنه کې د مصلحو او مخورو افرادو له ظرفیت څخه ګټه واخیستل شي.

.

د آسیا بنسټ ژمن دی چې دغه برنامه د رسمي او غیر رسمي عدالت، د ښځې د حقوقو، د سولې د ټینګښت، د اختلافونو په حل او فصل کې د جرګو په شوراګانو د رول، د اسلام د مبین دین او د افغانستان د قوانینو له پلوه د ښځې د حقوقو په باره کې د زده کړه ییزو برنامه د جوړولو، د هېوادوالی د حقوقو، د ماشوم د حقوقو، د قضیو د مدیریت، د تصمیم نیونې مهارتونو د سیمه ییزو شخړو د حل او په هېواد کې د نورو موضوعګانو په باره کې د پوهاوي ورکولو له لارې تطبیق کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه برنامه د هالند هېواد به مالي مرسته او د جی. آی. زید دفتر په همکارۍ تمویلېږي. همدا اوس دغه برنامه د آسیا بنسټ له لوري په بغلان، بلخ، تخار، جوزجان، سمنګان، او کندزو ولایتونو کې د دریو کلونو لپاره تطبیقېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۵۲
Background image

په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د البرز ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS