د عدليې وزارت د قوانینو له ډیټابیس څخه د اصولي سندونو د ترلاسه کولو لارښوونه

لومړی د عدليې وزارت ویبسایټ پرانېزئ وروسته د " قوانینو مجموعه " پرمخ کلیک وکړئ، ورپسې د" افغانستان د قوانینو او حکمونو ډیټابیس" باندی کلیک وکړئ.
وروسته د خپل نظر وړ ژبه انتخابوی او وروسته د قوانینو د پلټنې په برخه کې د اصولي سندونو نوم ټایپ او د پلټنې د تکمې پرمخ کلیک وکړئ.
د مثال په ډول: د انتخاباتو قانون د  پلټنې په برخه کې لیکو او د پلټنې د تکمې پرمخ کلیک وکړئ. په کلیک کولو سره به انتخاباتو پورې د اړوندو قوانینو لیست پرانستل کېږي.
په هغه صورت کې چې د نظر وړ نافذ قانون په لومړي مخ کې شتون ونه لري راتلونکو مخونو باندی کلیک وکړئ، د نظر وړ نافذ قانون له پیداکولو څخه وروسته د دانلود د تکمې پرمخ چې د قانون په وړاندې قرار لري کلیک وکړئ او هغه په خپل کمپیوتر کې زیرمه کړئ.