په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۳۱
.

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د شعبان د میاشتې په ۲۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، د معاملاتو څرنګوالی او یو شمېر نور اسناد بررسي شول.
نظارتي پلاوي د دفترونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې له هغو معاملاتو څخه ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او همدارنګه د هغو کورونو په کرایې ورکولو څخه چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي ډډه وکړي. 
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل ولایت د استيناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، محترم مفتي ضياء الحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د کابل ولایت د استيناف محمکې رئيس، محترم مفتي ذبیح الله ساجد سره په یوې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۰
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره وکتل

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد «محمد طلحه» د یو پلاوي په مشرۍ پکتيا او خوست ولایتونو  ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره یې د همغږۍ جلا جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۴
Background image

په کنړ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کنړ ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د شوال د مياشتې په ۲۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، اسعد آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

نظارت. . .

BACK TO NEWS