په میدان وردګ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۸
.

 د میدان وردګ ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۳مه نېټه د ‌شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې، مالیاتي اسناد، په دفترونو کې د معاملاتو لارښوونې د متصدیانو شتون او یو شمېر نور موارد بررسي کړل چې په پایله کې یې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شول.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې په نورو دفترونو کې یو شمېر کاري نيمګړتياوې او ستونزې هم مشخصې کړې او د ستونزو د اصلاح او د کاري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه متصدیانو ته لازمې توصیې وړاندې کړې. د یادو دفترونو متصدیانو هم ژمنه وکړه چې خپلې کاري نیمګړتیاوې به لرې کړي.

د میدان وردګ ولایت د عدلیې رياست په دغه ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه د ربیع‌الاول د میاشتې په ۲۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د رئیسانو او کارکوونکو او د ملکي خدمتونو انستیتوت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځم. . .

BACK TO NEWS