د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳
.

Publish Date

Closing Date

 د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت لوړو موخو ته د رسیدلو، کار اهل د کار د سپارلو په موخه د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام په منظور د خپرونو او عامه اړیکو ریاست اړوند (د وېب پاڼې متخصص) د څلورمې رتبې یو بست له  ۱۴۰۳/۱۰/۳۰تر۱۴۰۳/۱۱/۱۰ هـ . ش مطابق ۱۴۴۶/۷/۱۸ تر ۱۴۴۶/۷/۲۸ هـ . ق نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د وېب پاڼې متخصص
بست: (۴)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د خپرونو او عامه اړیکو ریاست

د پست موقعیت:  کابل

د پست شمېر: ۱

راپور ورکول: د عامه اړیکو آمر

د دندې موخه: د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او له اړوندو نافذه تقنیني سندونو سره سم د وزارت د وېب پاڼې او ټولنیزو پاڼو ظاهري او منځپانګې ته د لاسرسۍ د وړتیا او نوي والي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د هغو دوامداره بررسي.

دندې او مسؤولیتونه:

اساسي دندې:

  • د وزارت د وېب پاڼې او ټولنیزو پاڼو د لاسرسۍ له وړتیا، د منځپانګي ښه والي او ظاهري بڼې ښه والي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د هغو دوامداره بررسي؛
  • له ذیربطو څانګو د وزارت په وېب پاڼه او ټولنیزو پاڼو کې د رسمي جریدو، سوداګریزو خبرتیاوو، عدالت مجلې او د خپرولو وړ نورو موضوعاتو سافټ او کاپي راټولول؛
  • د ریاست او اړوندې څانګې په همغږۍ د وزارت د وېب پاڼې او ټولنیزو پاڼو د منځپانګې دوامداره توګه نوي کول؛
  • د ساتنې په موخه د وزارت د وېب پاڼې او ټولنیزو پاڼو د منځپانګو آرشیف کول؛

مدیریتي دندې:

  • د ادارې ټاکل شویو موخو ته درسیدو په موخه له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، کلني کاري پلان ترتیبول؛
  • د ذیصلاح مقاماتو د خبرولو په موخه، د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
  • د تقنیني سندونو، لایحو، پالیسۍ او د ادارې د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  • د ورسپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو تأمین؛

د استخدام شرطونه:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونه‌اوسي.

تحصیلي څانګه:

  • لږ تر لږه د اسلامیاتو، شرعیاتو، حقوقو او کمپیوټرساینس په یوې څانګه کې د تحصیلي سند درلودل، په یادو څانګو کې لوړې تحصیلې درجو ته لومړیتوب ورکول کېږي

کاري تجربه:

  • لږ تر لږه یو کال.

مهارت های لازم:

  • د اړوندې څانګۍ د پالیسۍ د تطبیق وړتیا.
  • په یوې رسمي ملي (پښتو یا دري) ژبه تسلط.
  • د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي او له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies