د کار موندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام له پاره برقي (اووم رتبه) یو بست د دوو اونيو له پاره ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ تر ۱۴۰۳/۱/۹هـ . ل چې ۱۴۴۵/۹/۸الی ۱۴۴۵/۹/۱۸هـ . ق سره سمون خوري اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: برقي
بست: (۷)
وزارت یا اداره: عدلیې وزارت
د دندې موخه: د وزارت په ساحه کې د برقي تجهیزاتو کنټرول او د برق اړوند ټولې چارې پرمخ وړل.
د دندو صلاحیتونو او مسوولیتونه:
- وظایف تخصصی:
- د وزارت د ودانۍ د برق رسولو شبکې او برقي تجهیزاتو کنټرول او چک؛
- د وزارت د محوطې، دهلیزونو، دفترونو د ټولو ګروپونو چک او کنټرول؛
- د برقي شبکې تخریب شوی ساحې تثبیت او د اړتیا بشپړول؛
- د بیا ځل ترمیم په غرض اړوند مدیریت ته شبکې د وضعیت د راپور وړاندې کول؛
- د برقي تجهیزاتو او د شبکې ترمیم په منظور برابر شویو موادو ترلاسه کول؛
- د برقي شبکو او برقي تاسیساتو بیا رغول او د ترمیماتي چارو ترسره کول؛
- نورو موارد ترسره کول چې د برقي چارو ترمیم غواړي؛
- مدیریتي دندې:
- د اړوندې تخنیکي څانګې د وسایلو او تجهیزاتو ساتل؛
- د اړتیا وړ د برقي وسایل پېرلو برخه کې ونډه اخیستل؛
- د اړوندو آمرینو خبرولو په منظور، د اړوندو فعالیتونو څخه شفاهي راپور وړاندې کول؛
- د اړوندو آمرینو د لارښوونو، قوانینو او مقررو او د وزارت له موخو سره سم د نورو دندو ترسره کول؛
- مراقبت از وسایل و تجهیزات تخنیکی بخش مربوطه؛
- اشتراک در جریان خریداری وسایل برقی مورد ضرورت؛
- د همغږۍدندې:
- د سپارل شویو چارو د ښه اجراآتو له پاره له اړوندو آمر سره همغږي.
داستخدام شرایط (د تحصیل کچه او کاري تجربه):
دغه دندو لایحه د ملکي خدماتي کارکوونکو د قانون د ۷ او ۸ موادو لږ تر لږه شرایط او معیارونه په پام کې نیولو سره په لاندې توګه ترتیب شوې ده:
۱- د افغانستان تعابعیت ولري.
۲- عمر یې له (۱۸) کم او له (۶۴) زیات نه وي.
۳- د فني او حرفوي یا مهارت او تجربې زده کړه ییزو مراکزو څخه د فراغت سند ولري.
۴- د فن او حرفې مطابق د دندې ترسره کولو وړتیا ولري.
۵- په (پښتو او دري) یوې رسمي ژبه تسلط ولري.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له (دغه ځای) او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.