د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۹:۵۱
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د کور او ښار جوړلو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو د وزارت سرپرست مولوي نورالله نوري، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ  الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او نورو مسؤلینو ګډون درلود.

په دغې ناسته کې په کابل، فراه، بلخ ولایتونو او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو دوسیې او موضوعات د کمېسیون تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شول.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون پریکړه وکړه چې د فراه ولایت د خرپلان په ساحې کې ۲۶ زره جریبه امارتي ځمکه تصفیه شي او د غلامان په ساحې کې له ۱۵۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه چې امارتي تثبیت شوې له شخصي ځمکو جلا شي.

یاد کمېسیون د کابل په دارالامان ساحې د ۲۶.۵ جریبه ځمکې په اړه چې د تېر حکومت له خوا د لنډې مودې لپاره ګلبدین حکمتیار ته ورکړل شوې وه هم بحث وکړ او په دې هکله لازم تصمیم ونیو.

دغه راز د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د نږدې ۳۹۰۰ جریبه ځمکې موضوع بررسي شوه او پریکړه وشوه چې د یادې ځمکې د مالکیت له مدعیانو څخه سندونه او معلومات وغوښتل شي او د کرنې وزارت د سندونو صحت او سقم بررسي کړي.

په یاده ناسته کې په بلخ، پروان او لوګر ولایتونو کې د زرګونو جریبو نورو ځمکو د دوسیو په بررسۍ سره، څه دپاسه ۳۲ زره جریبه ځمکه په یادو ولایتونو کې امارتي تثبیت شوه او په دې هکله لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

په دغې ناسته کې د ارزګان د پوهنتون او د خوست د صنعتي پارک د ځمکو موضوع هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۹
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د روژې د مياشتې په ۹. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۶
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې او کرنې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئيس مولوي عبدالستار حماس، د روژې د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د کرنې له رئيس عبدالستار محمد سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا ولایت عدلیې رئيس د یاد ولایت د خیریه بنسټونو له یو شمېر مسؤولینو سره وکتل

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس مولوي فاتح الله فاتح د روژې د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د چهارشنبې په روځ، د یاد ولایت د خيریه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره د یاد رياست په مقر کې وکتل.
په دې. . .

BACK TO NEWS