د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Wed, Oct 25 2023 9:51 AM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د کور او ښار جوړلو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو د وزارت سرپرست مولوي نورالله نوري، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ  الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او نورو مسؤلینو ګډون درلود.

په دغې ناسته کې په کابل، فراه، بلخ ولایتونو او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو دوسیې او موضوعات د کمېسیون تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شول.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون پریکړه وکړه چې د فراه ولایت د خرپلان په ساحې کې ۲۶ زره جریبه امارتي ځمکه تصفیه شي او د غلامان په ساحې کې له ۱۵۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه چې امارتي تثبیت شوې له شخصي ځمکو جلا شي.

یاد کمېسیون د کابل په دارالامان ساحې د ۲۶.۵ جریبه ځمکې په اړه چې د تېر حکومت له خوا د لنډې مودې لپاره ګلبدین حکمتیار ته ورکړل شوې وه هم بحث وکړ او په دې هکله لازم تصمیم ونیو.

دغه راز د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د نږدې ۳۹۰۰ جریبه ځمکې موضوع بررسي شوه او پریکړه وشوه چې د یادې ځمکې د مالکیت له مدعیانو څخه سندونه او معلومات وغوښتل شي او د کرنې وزارت د سندونو صحت او سقم بررسي کړي.

په یاده ناسته کې په بلخ، پروان او لوګر ولایتونو کې د زرګونو جریبو نورو ځمکو د دوسیو په بررسۍ سره، څه دپاسه ۳۲ زره جریبه ځمکه په یادو ولایتونو کې امارتي تثبیت شوه او په دې هکله لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

په دغې ناسته کې د ارزګان د پوهنتون او د خوست د صنعتي پارک د ځمکو موضوع هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS