د هرات ولایت د عدليې رئیس وپېژندل شو

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۳:۲۲
.

 د جوزجان ولایت  د عدليې پخواني رئيس سید محمد جعفر مصباح، چې د هرات ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی د یولړ مراسمو  په ترڅ کې د هرات ولایت د مقام مرستیالې مېرمن مونسه حسن‌زاده له خوا د دغه ولایت د عدليې ریاست کارکوونکو ته وپېژندل شو.

د هرات د عدليې رئیس د پېژندنې په مراسمو کې چې د شنبې ورځې د غبرګولي په ۲۲ مه جوړ شوي وو د هرات ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او د دغه ولایت د عدليې ریاست یو شمېر کارکوونکي هم شتون درلود.

د هرات د والي مرستیالې د ښاغلي مصباح د پېژندنې پرمهال هغه ته د نوې منصب د مبارکۍ ترڅنګ هغه ته د کاري چارو په پرمخ بېولو د بریا هیله وکړه. هغې همداراز د عدليې ریاست رول د عدالت د تامین  په اړه خبرې وکړې او دغه ریاست سره د ولایت مقام له نږدې همکاریو څخه ډاډ ورکړ.

.

د هرات ولایت ولایتي شورا مرستیال هم ژمنه وکړه چې دغه شورا د عدليې له ریاست سره د هیڅ ډول همکاري به لاس وانخلي.

د هرات ولایت د عدلیې ریاست نوی رئیس په خپلو خبرو کې د عدليې وزارت له رهبرۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې هڅه به وکړي تر څو د خپلو واکونو او امکاناتو په حدودو کې قانون په ښه ډول تطبیق او په دغه ریاست کې شته ستونزې حل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۱۲
Background image

په تېره يوه مياشت کې د عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له ۲۴۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شوی دی

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د  چارو ریاست نظارتي پلاوي د تيرې میاشتې په اوږدو کې عریضه لیکونکو او معاملاتو لارښوونو له ۲۴۴ دفترونه تر نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۳۶ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې، نظارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

د ننګرهار ولایت عدلیې رياست، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو. . .

BACK TO NEWS