د هرات ولایت د عدليې رئیس وپېژندل شو
د جوزجان ولایت د عدليې پخواني رئيس سید محمد جعفر مصباح، چې د هرات ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی د یولړ مراسمو په ترڅ کې د هرات ولایت د مقام مرستیالې مېرمن مونسه حسنزاده له خوا د دغه ولایت د عدليې ریاست کارکوونکو ته وپېژندل شو.
د هرات د عدليې رئیس د پېژندنې په مراسمو کې چې د شنبې ورځې د غبرګولي په ۲۲ مه جوړ شوي وو د هرات ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او د دغه ولایت د عدليې ریاست یو شمېر کارکوونکي هم شتون درلود.
د هرات د والي مرستیالې د ښاغلي مصباح د پېژندنې پرمهال هغه ته د نوې منصب د مبارکۍ ترڅنګ هغه ته د کاري چارو په پرمخ بېولو د بریا هیله وکړه. هغې همداراز د عدليې ریاست رول د عدالت د تامین په اړه خبرې وکړې او دغه ریاست سره د ولایت مقام له نږدې همکاریو څخه ډاډ ورکړ.
د هرات ولایت ولایتي شورا مرستیال هم ژمنه وکړه چې دغه شورا د عدليې له ریاست سره د هیڅ ډول همکاري به لاس وانخلي.
د هرات ولایت د عدلیې ریاست نوی رئیس په خپلو خبرو کې د عدليې وزارت له رهبرۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې هڅه به وکړي تر څو د خپلو واکونو او امکاناتو په حدودو کې قانون په ښه ډول تطبیق او په دغه ریاست کې شته ستونزې حل کړي.