ښاغلی ګل محمد ګلزي د عدليې وزارت د مالي او اداري معین په توګه وپیژندل شو

waheed
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۱۵:۴۰
.

د ۱۳۹۹ د وږي ۲ نېټه

ښاغلی ګل محمد ګلزي د عدليې وزارت د وړاندیز پربنسټ او د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۲۹/۵/۱۳۹۹ نېټې د ۱۲۲۶ ګڼه حکم د ا.ا.ج د عدليې وزارت د مالي او اداري معین په توګه وپیژندل شو.

په هغو مراسمو کې چې په همدې منظور په عدليې وزارت کې ترسره شول د ا.ا.ج د عدليې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور، د دې وزارت د ټولنیزو چارو معینې آغلې ډاکټرې ذکيې عادلي، د اجرايې ریاست پخوانې مرستیال ښاغلی انجینر محمد خان، د پارلمان وکیلانو، علماوو، متنفذینو او د عدليې وزارت ګڼو رئیسانو او کارکوونکو، حضور درلود.

.

د عدليې وزیر په دې مراسمو کې راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د عدليې وزارت د پخواني معین له کړنو څخه يې په ښه توګه یادونه وکړه. هغه  سید محمد هاشمي د دې وزارت یو له مهمو کدرونو څخه وبله، او د لابریاوو هیله يې  ورته وکړه. د عدليې وزیر د ښاغلي ګل محمد ګلزي ټاکنه د عدليې وزارت د مالي او اداري معین په توګه یو نیک او پرځای اقدام وبله او د امیدوارۍ څرګندونه وکړه چې د هغه په تلو به د دې وزارت د مالي او اداري چارو د اړوندو کارونو په غوره توګه به پرمخ ولاړ شي. د عدليې وزارت د دې وزارت مالي او اداري معین لپاره د لابریاوو هیله يې وکړه.

ور پسې د عدليې وزارت د مقام د دفتر رئیس ښاغلی جمال خان ناصري د دې وزارت د مالي او اداري معین په توګه د ښاغلي ګلزي د ټاکنې په تړاو د جمهوري ریاست د عالي مقام حکم ولوست.

په همدې حال کې د ښاغلي انجینر محمد خان د عدليې وزارت مسؤلیتونو  ته اشاره وکړه او ښاغلی ګلزي يې د دې وزارت د مالي او اداري معینیت لپاره یوله وړ او رښتینې اشخاصو څخه وباله. هغه ښاغلی ګلزي ته د عدليې وزارت د درنو مسؤلیتونو پرمخ بیولو په منظور، د لابریاوو هیله وکړه.

همداراز ډکټرې ذکيې عادلي، د عدليې وزارت د مالي او اداري معین په توګه د ښاغلي ګلزي مقرري مبارکي وویله او د امیدوارۍ څرګندونه يې وکړه چې عدليې وزارت ته د ښاغلي ګلزي د راتلو سره به دغه وزارت د لابریاوو شاهد وي.

ښاغلی ګلزي د جمهوري ریاست د محترم مقام د عدليې وزیر له اعتماد څخه يې مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په اغېزمن او ټولیز توګه د کارونو پرمخ بیولو په منظور له هیڅ ډول کوښښ او هڅې څخه لاس له شا نشي او هغه ژمنه وکړه چې د دې وزارت د وړتیا لوړولو په لاره کې به هڅې وکړي.

.

په پای کې، ښاغلی ګلزی د عدليې وزیر او نورو همکارانو له لوري، خپل کاري په دفترکې لارښودنه وشوه.

ویل کېږي چې ښاغلی ګلزی د ادارې او پالیسۍ په برخه کې خپل د ماسټرۍ سند د امریکې له متحده ایالتونو څخه ترلاسه کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۱۷:۴
Background image

د 6 دولتي ادارو کارکوونکو لپاره  د تقنیني سندونو د تشریح برنامې دوه یم پړاو جوړ شو

د عدليې وزارت د ۶ وزارتونو او د دولتي ادارو د حقوقي برخو د کارکوونکو لپاره د تقنیني سندونو د تشریح زده کړه ییزې برنامې دوه یم پړاو جوړ کړ.

 دغه برنامه د روان کال د  تلې میاشتې په ۳۰ نې. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د عدليې وزارت سرپرست په کابل کې د امریکا د سفیر له مرستیال سره خبرې وکړې

د عدليې وزارت سرپرست قضاوتپوه فضل احمد معنوي په کابل کې د امریکا د سفیر له مرستیال ښاغلي مک کري، د دې سفارت له عدلي_قضايې اتشه او د امریکا د متحده ایالاتو د بین المللي  پرمختیا او له. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۰:۱۸
Background image

د دولتي ادارو کارکوونکو ته د تقنیني سندونو د تشریح برنامه پیل شوه

د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو انستیتیوت د وزارتونو او د دولتي ادارو د حقوقي برخو د کارکوونکو لپاره د تقنیني سندونو تشریح زده کړه ییزه برنامه پیل کړه. او د. . .

BACK TO NEWS