پکتیکا ولایت کې ۵۲۵۰ جریبه ځمکه امارتي، تشخیص شوه

hayat_admin
سه شنبه, نوومبر 29 2022 2:13 PM
.

د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت په ښرنې ښار کې د تاروخیلو  قوم له ځمکو او د ډب غاړي ځمکو څخه لیدنه وکړه او د ډب غاړې ۵۲۵۰ جریبه ځمکه چې د ځیني اشخاصو له لوري تصرف شوې، امارتي تشخیص کړه.

یاد هیئت د تاروخیل قوم څخه چې ۷۲ زره جریبه ځمکه یې تصرف کړې وغوښتل چې سندونه وړاندې کړي  او ټینګار یې وکړ چې د هیئت تر نهایي تصمیم پورې له هر راز تصرفاتو څخه په دغې ځمکه ډډه وکړي. دغه راز یاد هیئت د دیحي خیل، وړوکو، کربدین، جلال خیل، اوګولي خیل قومونو له مشرانو سره وکتل او د شخړې لاندې ځمکې په اړه یې له هغوی څخه د شرعی او قانوي سندونو غوښتنه وکړه.

.

د دوو تېرو ورځو په لړ کې د لغمان، لوګر او میدان وردک ولایتونو کې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو خپل غونډې او عملي کارونه پیل کړي او په دغو ولایتونو کې يې له غصب شوو سیمو او ځمکو څخه لیدنه وکړه.

د لغمان تخنیکي هیئت د قرغيو ولسوالۍ له کاکڅ سیمې څخه چې ۳۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه په کې شامله ده، لیدنه وکړه او غصب شوې سیمې او غاصبان یې مشخص کړل.

دغه راز یاد هیئت د پړاو تاریخي قلعې څخه چې ۳.۵ جریبه ځمکه يې د سیمې د خلکو لخوا غصب شوې او کورونه يې پرې جوړ شوي، او د هغې سیمې له خلکو سره یې وکتل. په دغې کتنه کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمان د هغوی له پاره تشریح شو.

.

دغه راز هیئت د خیروخیلو صنعتي پارک سیمه چې ۲ زره جریبه ځمکه بررسي کړه او مشخصه شوه چې ددغې سیمې ځینې برخې ددغې سیمې خلکو لخوا غصب شوي  او غاصبان یې مشخص شول.

د لوګر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې د آبچکان دښتې کلي د ځمکو موضوع بررسي شوه او ددغه کلي شرعي وکیل او مشرانو ته استعلام ورکړل شو ترڅو تخنیکي هیئت ته د منلو وړ ځوابونه وړاندې کړي

.

د میدان وردک ولایت والي ددغه ولایت په اداري ناسته کې هم اړوندو ادارو باندې ټینګار وکړ چې د ځمکې د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره همکاري وکړي. نوموړي له تخنیکي هیئت څخه هم وغوښتل چې د امیرالمومنین حفظه الله فرمان په جدي توګه تطبیق کړي.

تازه خبرونه

شنبه, جنوري 28 2023 3:31 PM
Background image

کابل ولایت کې د معاملو د لارښوونې ۳۲ دفترونه د غیرقانوي فعالیت په دلیل وتړل شول

د عدلیې وزارت د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکوونکو د چارو ریاست د ۱۴۰۱ کال د مرغومي میاشت په ترڅ کې د معاملو د لارښوونې له ۱۹۵ دفترونو څخه په کابل ولایت کې نظارت او بررسي ترسره کړه. . .

شنبه, جنوري 28 2023 3:22 PM
Background image

دایکندي او سرپل ولایتونو کې څه دپاسه ۱۴۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

د دایکندي او سرپل ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو دغو ولایتونو کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه او څه دپاسه ۱۴۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

د دایکندي ولایت تخنیکي  هیئت. . .

پنجشنبه, جنوري 26 2023 1:14 PM
Background image

نږدې ۸۷۰۰۰ جریبه ځمکه بادغیس ولایت کې بررسي شوه

د بادغیس ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه او ځمکې يې بررسي کړې.

یاد هیئت لامان او بند سبزک کلیو ته ولاړ او د پشته لامان ځمکې يې چې په. . .

BACK TO NEWS