پکتیکا ولایت کې ۵۲۵۰ جریبه ځمکه امارتي، تشخیص شوه

hayat_admin
Tue, Nov 29 2022 2:13 PM
.

د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت په ښرنې ښار کې د تاروخیلو  قوم له ځمکو او د ډب غاړي ځمکو څخه لیدنه وکړه او د ډب غاړې ۵۲۵۰ جریبه ځمکه چې د ځیني اشخاصو له لوري تصرف شوې، امارتي تشخیص کړه.

یاد هیئت د تاروخیل قوم څخه چې ۷۲ زره جریبه ځمکه یې تصرف کړې وغوښتل چې سندونه وړاندې کړي  او ټینګار یې وکړ چې د هیئت تر نهایي تصمیم پورې له هر راز تصرفاتو څخه په دغې ځمکه ډډه وکړي. دغه راز یاد هیئت د دیحي خیل، وړوکو، کربدین، جلال خیل، اوګولي خیل قومونو له مشرانو سره وکتل او د شخړې لاندې ځمکې په اړه یې له هغوی څخه د شرعی او قانوي سندونو غوښتنه وکړه.

.

د دوو تېرو ورځو په لړ کې د لغمان، لوګر او میدان وردک ولایتونو کې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو خپل غونډې او عملي کارونه پیل کړي او په دغو ولایتونو کې يې له غصب شوو سیمو او ځمکو څخه لیدنه وکړه.

د لغمان تخنیکي هیئت د قرغيو ولسوالۍ له کاکڅ سیمې څخه چې ۳۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه په کې شامله ده، لیدنه وکړه او غصب شوې سیمې او غاصبان یې مشخص کړل.

دغه راز یاد هیئت د پړاو تاریخي قلعې څخه چې ۳.۵ جریبه ځمکه يې د سیمې د خلکو لخوا غصب شوې او کورونه يې پرې جوړ شوي، او د هغې سیمې له خلکو سره یې وکتل. په دغې کتنه کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمان د هغوی له پاره تشریح شو.

.

دغه راز هیئت د خیروخیلو صنعتي پارک سیمه چې ۲ زره جریبه ځمکه بررسي کړه او مشخصه شوه چې ددغې سیمې ځینې برخې ددغې سیمې خلکو لخوا غصب شوي  او غاصبان یې مشخص شول.

د لوګر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې د آبچکان دښتې کلي د ځمکو موضوع بررسي شوه او ددغه کلي شرعي وکیل او مشرانو ته استعلام ورکړل شو ترڅو تخنیکي هیئت ته د منلو وړ ځوابونه وړاندې کړي

.

د میدان وردک ولایت والي ددغه ولایت په اداري ناسته کې هم اړوندو ادارو باندې ټینګار وکړ چې د ځمکې د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره همکاري وکړي. نوموړي له تخنیکي هیئت څخه هم وغوښتل چې د امیرالمومنین حفظه الله فرمان په جدي توګه تطبیق کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS