په کندوز ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۳
.

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست په مقر کې جوړه کړه.

په یاده ازموينه کې د عدلیې رياست مسئولينو، ګډونوالو ته د ازموينې د پروسې د شفافیت ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د عريضه ليکنې د فعاليت قانوني جواز به په شرایطو برابرو عریضه ليکونکو ته ورکړل شي.

د عدلیې وزارت په مرکز او په ولایتونو کې د عدلیې رياستونه، وخت په وخت د عریضه ليکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلی، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډول جواز وويشل شي او هم د خلکو په کارونو کې اسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۹ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۶مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۳
Background image

په کندوز ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

په کندوز ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د کندوز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۱۱مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د زرګرانو اتحادیې د استازو په ګډون د دغه ولایت په. . .

BACK TO NEWS