په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۹ دفترونه وتړل شول

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۷
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۶مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، د معاملاتو څرنګوالی او یو شمېر نور اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې یې د معاملاتو لارښوونې  ۹ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امل وتړل شول.

نظارتي پلاوي د پاتې نورو دفترونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې له هغو معاملاتو څخه ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۹ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۶مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۳
Background image

په کندوز ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

په کندوز ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د کندوز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۱۱مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د زرګرانو اتحادیې د استازو په ګډون د دغه ولایت په. . .

BACK TO NEWS